شمالي کوریا وايي د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک د جګړې اقدام ته ورته دی

د شمالي کوریا رژیم وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک د جګړې اقدام ته ورته دی.

امنیت شورا د جمعې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۱» د شمالي کوریا د راکټي ازموینو په ځواب کې پر هغه هېواد د زیاتو بندیزونو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

خو د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې چې د هغه هېواد رسمي خبري اژانس خپره کړه، وویل چې د امنیت شورا پرېکړه‌لیک په بشپړ ډول ردوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک د خپل هېواد د «خاورې پر بشپړتیا تېری ګڼي» او باور لري چې «دا اقدام به د کوریا په ټاپو وزمه او ټوله سیمه کې امنیت او ثبات خراب کړي.»

شمالي کوریا همداراز خبرداری ورکړی چې د دې بندیزونو ملاتړ کوونکي به «تنبیه» کړي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته د «هر اړخیزې اقتصادي محاصرې» په سترګه ګوري.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې امریکا «وېرېدلې» او هره ورځ‌یې په اقداماتو کې زیات «جنون» لیدل کېږي.

د امنیت شورا ۱۵ غړو د جمعې په ورځ پر شمالي کوریا د بندیزونو پرېکړه‌لیک ته مثبته رأیه ورکړه.

امنیت شورا د رأیو په اکثریت سره پر شمالي کوریا بندیزونه تصویب کړل.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وویل، دا چې ټولو غړو په یوه خوله پرېکړه‌لیک تأیید کړ، څرګندوي چې نړۍ سوله غواړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي پرېکړه‌ليک پر اساس د شمالي کوریا پر صادراتو او هغه هېواد ته پر نفتي وارداتو بندیزونه زیات شوي او همداراز د شمالي کوریا هغو کارګرانو ته چې په نورو هېوادونو کې مزدوري کوي، د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه وخت ورکړل شوی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

خو د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې وویل چې له امریکا سره د مقابلې لپاره به د خپلو پوځي او اټمي قابلیتونو لوړولو ته دوام ورکړي.