په فراه ولایت کې د ممیزو ۱۰ معیاري خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ممیزو دغه خونې د یاد وزارت په مالي ملاتړ د څه باندې ۴،۵ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړې شوې دي.
نوموړی وايي چې دغه خونې ۱۰ متره اوږدوالی او ۵ متره بر لري.
ښاغلی راشد وايي چې دغه خونې د ۷۰ سلنه ممیزو د ضایع کېدو مخنیوی کوي.
په دغو خونو کې شااوخوا ۱۲ ورځو کې انګور په ممیزو بدلېږي.