له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړېکو د پیاوړتیا په هدف په دې ورستیو کې په بلخ کې د ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو دوه لوی سوداګرېز مرکزونه جوړ شوي دي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیراحمد سپاهي زاده د دغو څرګندونو تر څنګ نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغو سوداګرېزو مرکزونو کې د نوموړو هېوادونو بېلابېل تولیدي توکي خرڅلاو ته اېښودل شوي دي.
نوموړی وايي، د بلخ سوداګر او متشبیثین هم غواړي چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هدف په یادو هېوادونو کې دغه شان مرکزونه جوړ کړي.
ښاغلي سپاهي زاده وویل، په دې سره د افغانستان او بېلابېلو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوداګرېزې اړیکې پراختیا مومي او هم په بهرنیو بازارونو کې افغاني تولیداتو ته ښه بازار موندنه کېږي.