د کاتالونيا د بېلتون غوښتونکو رهبر کارلس پوجدمون د اسپانيا له حکومته غوښتنه وکړه ده ته اجازه ورکړي چې د کاتالونيا د پارلمان د پرانيستنې لپاره اسپانيا ته ستون شي او بيا د سيمې مشري واخلي.
پوجدمون له روېټرز اژانس سره په مرکه کې چې پرون خپره شوې ويلي، زه غواړم څومره ژر چې ممکنه وي کاتالونيا ته ستون شم، غواړم همدا اوس ستون شم، دا به اسپانيا ته ښه خبر وي.
هغه له دغه هېواده تر وتلو مخکې تر اکټوبر مياشتې پورې د کاتالونيا رهبر و.
د اسپانيا حکومت غواړي پوجدمون د کاتالونيا د خپلواکۍ په اړه په يوه رابلل شوې غير قانوني ټولپوښتنه کې د ده د رول او د کاتالان خپلواک جمهوريت د اعلان په تړاو ونيسي.
پوجدمون دا مهال په بلجيم کې په خپله خوښه د جلاوطنۍ شپې ورځې سبا کوي.
د بېلتون غوښتونکو ګوندونو د تېرې پنجشنبې په ورځ په محلي انتخاباتو کې د پارلمان زياتې څوکۍ وګټلې.