د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د دوکتورا دفاعي پروګرام په کابل کې پیل شو.
د کابل پوهنتون مشر حمیدالله فاروقي د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۲ مه» په دې اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې رسنیو ته وویل، په دې پروګرام کې ۸ محصلین شامل دي او په وینا یې چې دا لړۍ به تر راتلونکو څو ورځو پورې دوام ولري.
د کابل پوهنتون مشر حمیدالله فاروقي
ښاغلي فاروقي وویل:
"موږ له یوې خوا غواړو چې دغه پروګرام ته پراختیا ورکړو، البته نه یوازې د پښتو او دري ادبیاتو، بلکې د نورو علومو په برخه کې هم د پراختیا هوډ لرو، ځکه کابل پوهنتون یو تاریخي پوهنتون دی او دا یو لوی مسؤلیت دی چې د (پي. اېچ. ډي) پروګرامونه نورو څانګو ته هم وغځوو."
نوموړي وویل چې تر دې وروسته به د دري ډیپارټمنټ ۸ نور محصلین چې د دوکتورا ټول پروګرامونه یې بشپړ کړي، خپلې دفاعیه غونډې وکړي.
د دوکتورا ورکوونکو استادانو په پلاوي کې یوه بهرني، یوه کورني او یوه هم رهنما استاد حضور درلود.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د دوکتورا پروګرام نېږدې ۷ کاله مخکې پیل شوی چې دا یې د دفاع لومړنۍ غونډه وه او لومړني دفاعیه کوونکی هم استاد لال پاچا ازمون و.
ښاغلي ازمون له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې خپلې هڅې به یوازې دغه سند پورې محدودې نه کړي، بلکې دوام به ورکړي.
استاد لال پاچا ازمون
ښاغلی ازمون زیاتوي:
"اوس زما لپاره یو مسؤلیت راجع شو چې په دې برخه کې لا هلې ځلې وکړم، که پخوا مې یوه پاڼه کار کاوه، اوس به ۱۰ پاڼې کار وکړم، ځکه دغه سند باید زه د یوه ارزښتمند سند په توګه نړۍ او خلکو ته وروپېژنم. "
د کابل پوهنتون مسؤلین وايي، په پلان کې ده چې په راتلونکي کې د افغان محصلينو ترڅنګ د نورو هېوادونو محصلین هم د دوکتورا لپاره ومني.
د یادونې ده چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څو کاله مخکې محصلينو ته د ماسټرۍ ورکولو پروګرام هم شروع کړ چې اوسمهال په کې لسګونه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي.
خو له دې ټولو سره سره د ننګرهار پوهنتون استاد معروف شاه خان شینواری وايي، په دې برخه کې باید د کمیت او کیفیت دواړو برخو ته پام وشي، ترڅو په دې توګه کابل پوهنتون او که د افغانستان بله هر تحصیلي او اکاډمیکه اداره وي، له نړیوالو معیارونو سره سم فارغان ولري.
راپور: ناجیه ساپۍ