د بند امیر لوبډلې د احمدشاه ابدالي د کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

د احمد شاه ابدالي د کرکټ د څلور ورځنيو سیالیو اتلولي بند امیر لوبډلې په خپل نوم کړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د لوبې پچه بند امیر وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه چې په دواړو پاڼیو کې يې د سپین غر لوبډلې ته ۱۰۱۲ منډې هدف وټاکه.

خو سپین غر لوبډله ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دا سیالي يې د ۵۳۷ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د ښاغلي هوتک په خبره، د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بند امیر لوبغاړي یونس احمدزي ته ورکړل شوه چې په یوه پاڼۍ کې یی ۲۱۰ منډې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د دې سیالیو اتلولي سپین غر لوبډلې په خپل نوم کړې وه.