دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو په هوايي او مځکنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد دا تهاجمي عملیات په ننګرهار، پکتیا،کندهار، ارزګان، هلمند، هرات، میدان وردګ، او غزني ولایتونو کې شوي دي.

د دفاع د وزارت اعلامیه وايي، د ننګرهار ولایت په اچین او شینوارو ولسوالیو کې ۶ داعشیان هم د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

افغان چارواکو د دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.