د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون د رایو په اکثریت پر شمالي کوریا نوي بندیزونه تصویب کړل.
دا بندیزونه د شمالي کوریا لخوا تېره میاشت د بالسټیک توغندۍ د ازمویلو په عکس العمل کې تصویب شول.
شمالي کوریا تېره میاشت داسې یو توغندی تجربه کړ چې د پیونګ یونګ په وینا د امریکا تر خاورې پورې رسېدلی شي.
په نویو بندیزونو کې د شمالي کوریا د تېلو د وارداتو محدودیتونه له منځه وړل او په بهر هېوادونو کې د دې هېواد د کارګرانو د بېرته ستنولو موضوع شامل دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هېلې وویل دا نوي بندیزونه شمالي کوریا ته پیغام ورکوي چې که دا هېواد نوره سرغړونه وکړي نو نوره سزا به ووینې او په نړیواله سطحه به لا نور منزوي شي.