د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وايي، فلسطینیان به نور د امریکا له لوري د منځني ختیځ د سولې "هېڅ پلان" ونه مني.
عباس نن په پاریس کې دا خبرې کړي دي.
ترې د یوه ورځ مخکې د ملګروملتونو عمومي اسامبله یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې د بیتالمقدس په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه یې رد کړه.
ټرمپ د ډېسمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرائیل د رسمي پلازمېنې په توګه پېژني او د امریکا سفارت به له تل ابیبه بیت المقدس ته ولېږدوي.
د فلسطینیانو د ادارې مشر محمود عباس نن د فرانسې له ولسمشر سره تر کتنې وروسته وویل:
"د امریکا متحدو ایالاتو ثابته کړې چې د سولې لپاره په منځګړیتوب کې صداقت نهلري، موږ به د امریکا له لوري هېڅ پلان ونه منو."
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون هم وویل چې فرانسه په سیمه کې د روان کړکېچ د حل لپاره د "دوو خپلواکو دولتونو" د تشکيل له پلانه ملاتړ کوي چې پر اساس یې اسرائیلیان او فلسطینیان څنګ تر څنګ په سوله کې ژوند وکړي.
د فرانسې ولسمشر وویل چې حکومت به یې تر فشار لاندې نه بلکه په "سم وخت" کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
ایمانوئل مکرون نن په پاریس کې له محمود عباس سره ګډې خبري غونډې ته وویل:
"امریکائیانو ځان په انزوا کې کړ او زه به دا کار ونه کړم."