د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ نن په حمله کې ۶ پولیس ووژل شول او د قوماندانۍ ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.
امنیه قوماندان سلطان محمد نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله کوونکي چې یو هاموې ټانک ور سره و، د قوماندانۍ تر لومړي قراول تېر شوی او په دوهم قرول کې ځان الوزولی دی.
په حمله کې پينځه سیمه ييز پولیس زخمیان شوي دي.
د حملې مسؤلت وسله والو طالبانو اخیستی دی .
دا په روانه اونۍ کې په کندهار کې دوهمه انتحاري حمله ده.