د ايران د دولتي ټلوېزېون په حواله، د ريښتر په مقياس پنځه اعشاريه دوه درجې زلزلې پرون د ايران جنوب ختيځ ولايت کرمان ولړزاوه چې لږ تر لږه ٢٣ کسان يې ټپيان کړل.
تر دې يوه ورځ مخکې تهران ته نږدې په يوه وَرته زلزله کې دوه کسان مړه شوي وو.
چارواکي وايي، کوهبنان ښارګوټي ته چې د وروستۍ زلزلې مرکز و، ژغورونکې ډلې لېږل شوي دي.
تر اوسه په دغه ښارګوټي کې د چا د مړينې راپور نه دى ورکړل شوى.
په ٢٠٠٣میلادي کال په کرمان ولايت کې د ريښتر په مقياس ٦ اعشاريه ٦ درجې زلزلې ٣١زره کسان مړه کړي وو.