د کاتالونیا سیمه ییزو انتخاباتو کې به پوجدمون مشري ترلاسه کړي

وروسته له دې چې د بېلتونپالو ګوندونو یو ائتلاف د کاتالونیا په سیمه ییزو انتخاباتو کې اکثریت وګاټه، تمه کېږي چې د بیلتونپالو مشر کارلس پوجودمون Carles Puigdemont به د دې بیلتون غوښتونکې سیمې مشري ترلاسه کړي.

د سیمه ییزو انتخاباتو د لومړنیو نتایجو له مخې ښايي بیلتونپال ګوندونه له ټولو ۱۳۵ څوکیو په سلو کې اویا او له دې ډلې څخه د پوجدمون ګوند په سلو کې ۳۴ رأی وګټي.

وروسته له دې چې محافظه کار صدراعظم ماریانو راخوف په اکتوبر میاشت کې د کاتالونیا سیمه ییز حکومت په دې سیمه کې د غیرقانوني ټولپوښتنې په خاطر ړنک کړ پوجدمون خپله ځان بلجیم ته تبعید او بیا یې د کاتالون جمهوریت اعلان کړ.