نن پنجشنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د سولې خبرو یو نوی دور د ایران، روسیې او ترکیې په ملاتړ پیل شو.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سوریې د حکومت او مخالفینو استازي یې د دوه ورځنۍ غونډې لپاره په استانه کې دي.
د ملګرو ملتونو له یوې ډلې سره تر خبرو وروسته د سوریې د حکومت مخالفو ډلو ویلي چې دا تر بل هر وخت ډېره مهمه ده چې روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد حکومت د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅوي.
په همدې حال کې د سوریې دولتي خبري اژانس سانا «SANA» راپور ورکړی چې د روسیې پلاوي له ایران او ترکي استازو سره جلا جلا لیدلي دي.
د ۲۰۱۱ کال د مارچ راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، پهدغه هېواد کې څه باندې ۳۳۰ زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.