ننګرهار کې ۴ تنه د نشه‎يي توکو د قاچاق په تور ونیول شول

د ننګرهار پولیسو څلور تنه قاچاق وړونکي د لسګونه کېلو ګرامه نشه‎يي توکو د قاچاق په تور ونیول.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار پولیسو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې ۶۳۵ کېلو ګرامه مخدره مواد له څلورو نقلیه وسایطو سره يوځای ونيول، دغه ډول‌يې له دې موادو سره څلور تنه هم د قاچاقو په تور نیولي دي.

بل لور ته افغان ځواکونو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال د هیروئینو د تولید دوه کارخانې ویجاړې کړې دي.

په دې اړه ښاغلي مشرقیوال ازادي راډیو ته وویل:

"ګډو افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ګډ تصفيوي عملیات تر سره کړل چې په ترڅ کې یې پنځه داعش وسله‎وال وژل شوي او ۷ داعشیان ټپیان دي او دغه ډول‌يې د هیروئینو دوه کارخانې هم له‎منځه وړي دي."