سرحدي پولیسو نږدې ۷ کېلو ګرامه نشه‎یي توکي ونیول

سرحدي پولیسو د درېیو بېلابېلو عملياتو په لړ کې نږدې ۷ کېلو ګرامه نشه‎یي توکي بهر ته د قاچاق پر مهال ونیول.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وایي، قاچاق وړونکو غوښتل چې تېره اوونۍ په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر، د کندهار هوایي ډګر او بلخ کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوایي ډګر له لارې نږدې ۷ کېلو ګرامه هیروئین په درېیو پروازونو کې هند ته قاچاق کړي، خو د سرحدي پولیسو له لوري ونیول شول.

د یادونې وړ ده چې قاچاق وړونکو دا مواد په خپلو خېټو، کالیو او بکسونو کې ځای پر ځای کړي وو.