د اسټرالیا پولیس وایي، هغه کس چې په قصدي ډولیې د دغه هېواد په دوهم لوی ښار ملبورن کې په پیادهرو کې خلک په موټر ووهل رواني ناروغي لري.
د ویکتوریا ایالت د پولیسو سرپرست مشر شان پاټون دغه ۳۲ کلن کس افغانيالاصله استرالیایي بللی چې د ده په خبره په نشهیي موادو هم روږدی و.
پاټون په ملبورن کې خبریالانو ته ویلي چې تر اوسه داسې اسناد او شواهد نهلري چې له ترورېزم سره د هغه اړیکې وښیي.
پهدې پېښه کې چې نن په فلیندر سړک کې شوې ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
د پولیسو په خبره د پېښې پر مهال په سیمه کې خلک د کرېسمس جشن په تیاریانو بوخت وو.
د پولیسو په خبره د پېښې په تړاو دوه کسه نیول شوي دي.
د روان میلادي کال په جنورۍ کې هم په ملبورن ښار کې ورته پېښه شوې وه چې شپږ تنه پهکې ووژل شول.
پولیسو ویلي وو چې هغه ترورېستي پېښه نهوه.