ایراني چارواکي وایي، په هغه زلزله کې چې تېر ماښام تهران ته په نږدې سیمو کې شوې، یوه ښځه وژل شوې او نږدې ۱۰۰ نور کسان سطحې ټپیان شوي دي.
د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵،۲ ښودل شوې ده.
د دولتي رسنیو د راپور له مخې د زلزلې مرکز د ملارد ښارګوټی او مشکین دشت کې وو، خو زیاتوي چې ټکانونهیې په البرز، قزوین، قم، ګېلان او مرکزي ولایتونو کې هم احساس شوي دي.
ایران د ځمکې پر هغو لویو درزونو موقعیت لري چې له کبلهیې وخت نا وخته ویجاړوونکې زلزلې کېږي.
تېره میاشت هم ۷،۳ درجې زلزلې د ایران په لوېدیځ کې څه باندې ۶۰۰ کسان ووژل.
په پلازمېنه تهران او شااوخوا سیمو کې خلک د تېرې شپې زلزلې وارخطا کړي وو او له خپلو کورونو څخه وتلي او د نورو ټکانونو له وېرې لسګونه زره کسانو پر سړکونو او پارکونو کې سړه شپه تېره کړه.
په تهران، البرز او قم ولایتونو کې ښوونځي، پوهنتونونه او دولتي ادارې نن تړلې دي.