یوه مسافر وړونکې کښتۍ د فیلیپین په ختیځو سواحلو کې ډوبه شوې

یوه مسافر وړونکې کښتۍ چې ۲۵۱ تنه سپرلۍ په‎کې وه، د فیلیپین په ختیځو سواحلو کې ډوبه شوې ده چې ویل کېږي تلفات هم لري.

د ساحلي ساتونکو په خبره دا پېښه نن داسې مهال شوې چې دغه کښتۍ له رییل "Real" ښار څخه د پولیلو "Polillo" ټاپو پر لور روانه وه.

د راپورونو له مخې یو شمېر سپرلۍ ژغورل شوې، خو وایي د ژغورنې کښتۍ او هلیکوپټر چې سیمې ته لېږل شوي، د خرابې هوا له کبله په سمه توګه فعالیت نه‎شي کولای.

د فیلیپین د ساحلي ساتونکو ویاند ارماند بالیلو ویل چې د تلفاتو په اړه‌یې اورېدلي، خو وایي د بشپړو معلوماتو ترلاسه کولو هڅې یې دوام لري.

دا ډول پېښې په فیلیپین کې چې اغلب له توپانونو سره مخامخ وي، عادي خبره ده.