د اسټرالیا پولیسو وروسته له هغه دوه تنه نیولي چې په ملبورن ښار کې یوه کس خپل موټر پر پیادهرو وروست او لږ تر لږه ۱۳ تنهیې ټپیان کړل.
د ویکتوریا پولیسو نن وویل چې دا پېښه د ښار په مرکز کې شوې چې موټر چلوونکی له یوه بل کس سره نیول شوی دی.
پولیسو وروسته ویلي چې دا یو قصدي عمل وو، خو وایي لا ډېر وختي دی چې هغه ترورېستي اقدام وګڼي.
د ښار د امبولانس خدماتو ادارې ویلي چې ۱۳ تنه روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو ټپونه جدي دي.
سیمهییزو رسنیو بیا د ټپیانو شمېر تر ۱۹ ډېر ښودلی دی.
دا پېښه په فلیندر سړک کې داسې مهال شوې چې په سیمه خلک د کرېسمس جشن په تیاریانو بوخت وو.
د روان میلادي کال په جنوري کې هم په ملبورن ښار کې ورته پېښه شوې وه چې شپږ تنه پهکې ووژل شول.
پولیسو ویلي وو چې هغه ترورېستي پېښه نهوه.