د افغانستان په کچه د ننګرهار کمپيوټر ساینس پوهنځي لومړی مقام وګاټه

د ننګرهار کمپيوټر ساینس پوهنځي د افغانستان په کچه لومړی مقام وګاټه.

د ننګرهار د کمپیوټر ساينس پوهنځي رئیس محمد یوسف مومند ازادي راډيو ته ويلي چې د افغانستان په کچه د «ای ټي» په سیالۍ کې د ننګرهار کمپیوټر ساینس پوهنځي لومړی او څلورم مقامونه خپل کړي دي.

دی وايي، دا سیالۍ د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د جرمني هېواد په مالي همکارۍ د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې وې چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» يې پایلې اعلان کړې.

نوموړی وايي، په دې سیاليو کې د ټول هېواد په کچه ۲۷ پروژې سیالۍ ته وړاندې شوې وې چې پنځه غوره پروژې د جایزې لپاره غوره انتخاب شوې وې.

دی وايي لومړی او څلورم مقام د ننګرهار، دوهم د هرات، درېيم پولې تخنیک او پنځم د بلخ کمپیوټر ساینس پوهنځي ترلاسه کړ.