استانبول کې د "کرکماز" د کورنۍ د غړیو د نیولو حکم صادر شوی دی

په استانبول کې یوه څارنوال د هغه پخواني ترک مستنطق د کورنۍ د غړیو د نیولو حکم صادر کړی چې پر ایران له بندیزونو د سرغړونې په دوسیه کې یې امریکایي څارنوالانو ته مهم اسناد او شواهد ورکړي دي.

د ترکیې د دولتي رسنیو د راپور له مخې د حسین کرکماز "Huseyin Korkmaz" د مور او پلار د نیولو امر شوی او هم څارنوالان د هغه د مېرمنې، ورور او دوو خویندو د نیولو په لټه کې دي، خو پولیسو ویلي چې هغوی په خپلو هستوګن ځایونو کې نه دي موندل شوي.

کرکماز چې د دغې قضیې په اړه یې د ۲۰۱۳ میلادي کال د خپلې څېړنې په اړه د امریکا محکمې ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو جګپوړو چارواکو په اړه کره شواهد وړاندې کړي، دغه راز ویلي چې د خپلې څېړنې ډېر اسناد یې خپلې مور ته ورکړي دي.

نوموړی تېر کال امریکا ته تښتېدلی دی.

دغې قضیې له اردوغان سره چې هغه یې سیاسي انګېزه بللې، د امریکا اړیکې لا کړکېچنې کړي دي.