د ارزګان چارواکي: د ترینکوټ په "هزارګۍ" سیمه کې عملیاتو ۱۵ مخالفین وژلي

په ارزګان کې پوځي چارواکي د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد په پیل شویو پوځي عملیاتو کې د پرمختګ خبره کوي.

دغه عملیات د ترینکوټ د شمال ختیځ په دوه کېلو مترۍ کې د هزارګۍ په سیمه کې پیل شوي دي.

د دې عملیاتو مشر، د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت‌شاه قیمتي ازادي راډیو ته وویل:

"خپله هزارګۍ کې موږ عملیات لرو او ډېر پرمختګ مو کړی دی. له ۱۵ زیات مخالفین له‌منځه وړل شوي چې په لسګونه زخمیان لري. په حدود دې درې څلور نفرو کې موږ هم ټپیان لرو."

پیل شوي عملیات

د ازادي راډیو خبریال چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی وایي، د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره په هوا کې د افغانستان د هوایي او نړیوالو ځواکونو دواړو الوتکې پروازونه کوي، خو وسله‌وال مخالفین یوازې افغان الوتکې په نښه کوي ځکه دغه الوتکې د دوی پر مورچلو بمباري کوي او د نړیوالو یوازې حالات څاري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ارزګان له امنیتي پلوه د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې ویل کېږي دولتي حاکمیت په‌کې یوازې د ترینکوټ ښار او د ځینو ولسوالیو پر مرکزونو پورې محدود دی.

بشپړ راپور د شریف‌الله شرافت په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور