جرمني وایي، ډېر ژر به په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، ډېر ژر به په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

زیګمار ګابریل دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» په ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې وکړې.

په کابل کې د جرمني سفارت د روان کال په دوبي کې د یوه ټانکر بم چاودنې له امله چې شااوخوا ۱۰۰ تنه په‌کې ووژل شول او د دې سفارت د ودانۍ ډېرې برخې ویجاړې شوې، تړل شوی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، دغه سفارت به بېرته په بشپړه توګه په کار پیل وکړي او په دې سره به دوی یو ځل بیا وښيي چې له دې ښار او ټول افغانستان سره په خوا کې ولاړ دي.

د دغه خونړي برید مسؤلیت د افغانستان د دولت هېڅ یوې مخالفې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز افغانستان ته د نورو جرمني سرتېرو د استولو ملاتړ هم وکړ.

تر ګابریل مخکې د روانې اوونۍ په پیل کې د هغې همکارې د جرمنې د دفاع وزیرې هم له افغانستان او په مزار شریف کې دېره له جرمني ځواکونو څخه کتنه کړې وه.