امریکا د چچین پر مشر رمضان قدیروف مالي بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د چچین پر مشر رمضان قدیروف مالي بندیزونه ولګول.

قدیروف په ځورونې او له محاکمې پرته قتلونو تورن دی.

د امریکا د خزانې وزارت له‎خوا پر ایوب کاتائو هم چې په چچین کې د قانون د تنفیذ د یوه افسر په توګه پېژندل شوی د همجنس بازانو پر ضد عملیاتو کې د ښکېلتیا له کبله بندیز ولګول شو.

دغه عملیات د روان کال په لومړیو کې د روسیې په دغې سیمه کې ترسره شوي وو.

قدیروف د ډسمبر پر ۲۰مه د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې په لېست کې شامل شو.

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د امریکا د کانګرس له‌خوا د ماګینتسکي قانون تر تصویب وروسته دا لېست ترتیب شو.

د دې قانون هدف هغو روسانو ته سزا ورکول دي چې د بشري حقونو د سرغړاوي په پېښو کې په لاس لرلو تورن وي.

درې نور کسان لکه یولیا مایوروا، اندري پاولوف و الکسی شیشنیا هم د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا د مالي بندیز سره مخامخ شوي دي.

مسکو او چچین تر اوسه د امریکا د دې اعلان په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.