د روسیې په یو شمېر ښارونو کې د څو بمي ګواښونو له کبله په پراخه کچه د تخلیې چارې له سره پیل شوې.
سیمهییز روسي چارواکي وایي، د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» د مسکو په ګډون په یو شمېر ښارونو کې زرګونه کسان له اداري ودانیو، ښوونځیو، پوهنتونونو، مارکېټونو، روغتونونو او هوټلونو څخه د خوندیتوب په هدف وایستل شول.
د روس چارواکو په خبره په سپټمبر کې د ټیلیفون له لارې د هغو بمي ګواښونو سیل چې وروسته جعلي ثابت شول، د دې لامل شول چې د روسیې په ۱۹۰ ښارونو کې له ۳۵۰۰ عامه ودانیو څخه تر دوه میلیونه ډېر کسان تخلیه شي.
په دغو ګواښونو کې یوه پېښه هم ونهشوه.
د روسیې استخباراتي چارواکو ویلي وو چې څلور روسي وګړي د دغو جعلي ټیلیفوني ګواښونو په تنظیمولو مشکوک دي.
دوی وایي، دغه کسان له روسیې بهر ژوند کوي او پهدغه هېواد کې دننه شریکان لري.
د ډسمبر پر ۱۲مه نېټه د روسیې د کورنیو چارو وزیر ایګور زوبوف وویل چې ډېری دا ډول ټیلیفوني بمي ګواښونه له سوریې، اوکراین، امریکا، کاناډا، قزاقستان او ازبکستان څخه کېږي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین دا ګواښونه ټیلیفوني ترورېزم بللی دی.