د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنجشنبه د افغانستان پر وضعیت غږېږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» ​ د افغانستان د وضعیت په اړه بحث کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموريت يا يوناما د اعلاميې په حواله، په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش پر وروستي راپور بحث وشي.

ګوترش په دې راپور کې د افغانستان پر امنيتي وضعيت، اقتصادي ودې، سيمه‎ييزې همکارۍ، بشري حقوقو، کډوالو، د مخدره موادو په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو تمرکز کړى دى.

ښاغلي ګوترش په‎دغه راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ویلي چې په افغانستان کې تل‌پاتې سوله او ثبات یوازې د خبرو له لارې راتلی شي.

دی وایي، د افغانستان د بحران لپاره پوځي حل لاره نه‌شته.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه‌راز د افغانستان د ۲۰۱۸ میلادي کال د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو په اړه ویلي چې سره له‎دې چې د رأی ورکوونکو د لېست او د رأیو د مرکزونو د ارزونې په برخه کې پرمختګونه شوي دي، خو د ده په وینا په ځینو عمده پرېکړو کې ځنډ د دې سبب شوی چې پر وخت د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې په عامه توګه د انتخاباتو د کمېسیون پر وړتیا اندېښنې راپورته شي.

تمه کېږي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى تداميچي ياماموتو هم د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډه کې چې په نيويارک کې کېږي برخه واخلي او د افغانستان پر روان وضعيت به معلومات ورکړي.