جرمن چارواکو یو افغان نیولی چې د طالبانو په غړیتوب تورن دی.
د دغه هېواد فدرال څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» د جرمني د محرومیت د مقرراتو له مخې یوازې د دغه کس نوم "جبار-ان Jabar N" ښودلی دی چې ۲۱ کلن دی.
دغه افغان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» نیول شوی دی.
نوموړی پهدې تورن دی چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې دننه یا تر هغه دمخه په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو سره یوځای شوی دی او په لږ تر لږه ۳۰ هغو جګړو کې یې چې د افغان امنیتي ځواکونو او تر هغه وروسته په افغانستان کې د داعش وسلهوالو په وړاندې شوي دي، ګډون کړی دی.
جبار جرمن چارواکو ته ویلي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په اوړي کې د ایران له لارې ترکیې او بیا د یونان له لارې له افغانستان څخه وتلی دی.
د ۲۰۱۷ کال په اوړي کې فرانسې ته وتښتېد او هلته ونیول شو.
تر هغو هلته وساتل شو چې جرمني ته واستول شو چېرې چې د جبار د نیول کېدو غوښتنه شوې وه.