تهران کې یوې زلزلې خلک اړ کړل چې واټونو ته راووځي

د ایران پلازمېنې تهران ته نږدې بېګا ناوخته یوې کمزورې زلزلې چې قدرت‌یې د ریښتر په کچه شااوخوا پنځه ثبت شوی، خلک وبېرول او دې ته‌یې اړ کړل چی واټونو ته را ووځي.

د ایران دولتي رسنیو تر اوسه د دغې زلزلې له امله د تلفاتو یا د پام وړ مالي زیانونو راپورونه نه‎دي ورکړي.

تېره میاشت د ۷،۳ په کچه یوه زلزله د ایران په کرمان ولایت کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۶۲۰ تنه مړه او په زرګونه نور ژوبل شول.