داوود: هر کله چې امر وشي د بلخ د والي په توګه به خپله دنده پیل کړم

د بلخ نوی ټاکل شوی والي وایي، هر کله چې د ملي یووالي حکومت مشران ورته امر وکړي، دی به په رسمي ډول د بلخ د والي په توګه خپله نوې دنده پیل کړي.

محمد داوود دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وروسته له هغې وکړې چې د جمعیت اسلامي ګوند یو وار بیا ارګ ته خبرداری ورکړ چې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د استعفا په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي، که نه له هرې ممکنې لارې به کار واخلي.

داوود وایي، د بلخ د والي په توګه د جمعیت اسلامي ګوند د مشرانو په خوښه د ملي یووالي د حکومت د مشرانو له‎خوا ټاکل شوی او د جمعیت اسلامي ګوند د مشر صلاح‌الدین رباني په ګډون د دې ګوند رهبري شورا ټول د ده له ټاکلو سره کوم مخالفت نه‎لري.

ښاغلی داوود زیاتوي:

"له صلاح‌الدین رباني سره چې د جمعیت اسلامي ګوند مشر دی، ما خبرې کړي، کوم مشکل نه‌شته، هغوی موافق دي. په دې برخه کې ټول د ملي یووالي د حکومت غړي موافق دي."

داوود دغه‌راز وایي، عطا محمد نور په بلخ ولایت کې ډېر کارونه کړي، خو په سیمه‎ییزو ادارو کې د اداري فساد په ګډون ځینې ستونزې هم شته چې دی به‌یې د اصلاح لپاره هڅې وکړي او د مرکزي حکومت تر اوامرو لاندې به اداري چارې تنظیم کړي.