د بلخ نوی والي وايي، د بلخ په ټولو ادارو کې به د مرکزي حکومت د پلانونو تطبیق ته کار کوي.
په داسې حال کې چې د عطا محمد نور د استعفا په منظورېدو د جمعیت اسلامي ګوندې تُند غبرګون ښودلی.
د بلخ نوي والي انجنیر محمد داوود له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د حکومت اجرائیه رئیس او د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاحالدین رباني د ده له ټاکل کېدو سره څه مخالفت نهلري.
یوسف خان ځدراڼ د بلخ لپاره د ټاکل شوي نوي والي ښاغلي داوود سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی چې د ده د ټاکل کېدو پر وړاندې مخالفتونه ولې زیات دي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5