د اذربايجان، ايران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران سره جرګه کېږي

د اذربايجان، ايران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران نن په باکو کې سره جرګه کېږي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د اذربايجان د بهرنيو چارو وزير ايلمار محمد ياروف، د هغه ايرانى سيال محمد جواد ظريف او ترکى سيال مولود چاووش اوغلو به د سيمه‎ييزې همکارۍ پر پراختيا خپل نظرونه تبادله کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په حواله، دغه مشران به د ټرانزيټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او ګمرکاتو په ګډون په اقتصادي ډګر کې هم پر ځينو مسايلو بحثونه سره وکړي.

درې واړه وزيران به په خپلو کې تر بحثونو وروسته په يوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

دا به له ٢٠١١ میلادي کال راهيسې د اذربايجان، ايران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د درې اړخیزو غونډو پنځمه هغه وي.