يو ايرانيالاصله سويډنى څېړونکى چې په ايران کې د جاسوسۍ په تور د مرګ په سزا محکوم دى، وايي د ده هغه اعتراف چې د ايران پر ټلوېزیون خپور شوى په جبر ورڅخه اخیستل شوى او سم نهدى.
احمد رضا جلالي چې د استکهلم د کارولينسکه انسټټيوټ څېړونکى دى، په يوه صوتي پيغام کې ويلي، ايراني چارواکو مجبوره کړى چې د ازادۍ په بدل کې پر هغه جرم اعتراف وکړي چې اصلاً ده نهدی کړى.
جلالي د يکشنبې په ورځ له دولتي ټلوېزیون څخه اعتراف کړى و چې د هغو ايراني اټمي ساينسپوهانو په اړه چې وروسته وژل شوي، يوې بهرنۍ استخباراتي ادارې تهیې معلومات راټولول.
۴۶ کلن جلالي په خپل تازه صوتي پيغام کې ويلي هغه اعترافيې د رواني فشار په نتيجه کې ورکړى و.
دى د ٢٠١٦ میلادي کال په اپرېل مياشت کې نيول شوى او په جاسوسۍ مجرم پېژندل شوى، خو خپله جلالي او د هغه کورنۍ دا تورونه رد کړي دي.