په پام کې ده د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې سبا پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» د افغانستان پر وضعيت خبرې وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموريت يا يوناما د اعلاميې په حواله، په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش پر وروستي راپور بحث وشي.
ګوترش په دې راپور کې پر امنيتي وضعيت، اقتصادي ودې، سيمهييزې همکارۍ، بشري حقوقو، کډوالو، د مخدره موادو په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو تمرکز کړى دى.
تمه کېږي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى تداميچي ياماموتو هم د ملګرو ملتونو په سبانۍ غونډه کې چې په نيويارک کې کېږي برخه واخلي او د افغانستان پر روان وضعيت به معلومات ورکړي.