ټاکل شوې چې په هرات ولایت کې په راتلونکو ورځو کې ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې کارخانو کې به وطني اوړه او خوراکي مواد تولید شي چې ۲۰ میلیونه ډالره پرې پانګونه شوې ده.
د ښاغلي غوثي په خبره د دې کارخانو په فعالېدو سره به د دې ولایت لسګونه بزګران د وطني اوړو تولید ته تشویق شي او همداراز به د هرات ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.