د "م. م" اسامبله به د بیت‌المقدس په اړه یوه بېړنۍ غونډه وکړي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به سبا پنجشنبه د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري د بیت‌المقدس د رسمیت پېژندلو د پرېکړې په اړه یوه بېړنۍ ځانګړې غونډه وکړي.

دا غونډه د اسلامي هېوادونو په غوښتنه دایرېږي.

په ملګرو ملتونو کې فلسطیني استازي ریاض منصور وویل، د عمومي اسامبلې ۱۹۳ غړي به پرېکړه‌لیک ته چې له ولسمشر ټرمپ څخه غواړي خپله برېکړه بېرته واخلي، رأی ورکړي.

منصور هیله وکړه چې د ملګرو ملتونو غړي به په لوی اکثریت دا پرېکړه‌لیک تصویب کړي.

دا پرېکړه‌لیک به لازم‌الاجرا نه‌وي او یوازې به سیاسي اهمیت لري.