د "م. م" اسامبلې یو پرېکړه‌لیک کریمیا کې د بشري حقونو سرغړونې غندي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې له روسیې سره په ضمیمه شوې کریمیا کې د بشري حقونو سرغړونې په کلکه غندي او روسیې ته په دې ټاپو وزمه کې د یوه غاصب قدرت اشاره شوې ده.

پرېکړه‌لیک چې اوکراین او ۳۰ نورو هېوادونو وړاندې کړی و، د ۷۰ هېوادونو له لوري تصویب شو.

د روسیې، بلاروس، قزاقستان او چین په ګډون ۲۶ هېوادونو رد کړ او ۷۶ نورو هېوادونو په رأی ورکولو کې برخه وانه‌خیسته.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین دایمي استازي وویل، دې پرېکړه‌لیک تائید کړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ وسله‌واله شخړه شته.