هیلي: امنیت شورا دې ایران ته د بې‌ثباتوونکي چلند په خاطر سزا ورکړي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي له امنیت شورا څخه وغوښتل چې ایران ته د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز د خطرناکې سرغړونې او د بې‌ثباتوونکي چلند په خاطر سزا ورکړي، خو روسیې پر ایران بندیزونه رد کړل او ویې‌ویل چې په دې برخه کې په کار ده چې خبرې وشي.

نیکي هیلي پرون سې شنبه ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل، د نن ورځې په سهار د یمني یاغیانو له لوري پر سعودي عربستان ویشتل شوی توغندی، د امنیت شورا لپاره د خطر زنګ و.

دې همداراز وویل چې په توغندي کې د پخوانیو استعمال شویو وسلو چې ایران‌یې ورکوي، ټولې نښې وې.

په یمن کې حوثیانو پرون وویل چې دوی پر دې توغندي غوښتل چې په ریاض کې د یمامه په نوم شاهي ماڼۍ په نښه کړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو وویل چې دا بالیسټیک توغندی یې په هوا کې خنثی کړی دی او په دې برید کې د سر او مال زیان نه‌دی اوښتی.

سعودي عربستان تېره میاشت هم دوه بالیسټیک توغندي چې د یمن له لوري توغول شوي وو، خنثی کړل.

د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان ایران تورن کړ چې دغه توغندي یې حوثي یاغیانو ته ورکړي دي.

ایران دا تورونه رد کړي دي.