ولکر: ۲۰۱۷ کال د اوکراین د شخړو له پیله تر نننه تر ټولو خونړی کال و

د اوکراین لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی وایي، ۲۰۱۷ کال د اوکراین د شخړو له پیله تر نننه تر ټولو خونړی کال و.

کورت ولکر خبرداری ورکړ چې د اوکراین په ختیځ کې شخړې بیا زیاتې شوې دي.

کورت ولکر پرون دا خبرې په داسې وخت کې وکړې چې نړیوالو څارونکو د اوکراین په ختیځ کې د نوو لوهانسک په ښار کې د دنباس په سیمه کې د توپچي ډزو خبر ورکړ.

امریکایي چارواکي وایي چې د دغو ډزو له امله اته ملکیان ټپیان شوي او په لسګونه کورونه زیانمن شوي دي.

کورت ولکر وویل چې دا له اوربنده سرغړونه ده.