مېرکل ژمنه وکړه چې د ترهګرو د بریدونو د مخنیوي چارې به ښې شي

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ژمنه وکړه چې د ترهګرو د بریدونو د مخنیوي چارې به ښې شي.

انګلا مېرکل دا خبره وروسته تر دې وکړه چې په برلین کې د تېر کال د ترورېستي برید د قربانیانو خپلو خپلوانو انتقاد وکړ.

انګلا مېرکل پرون د دې پېښې د تلین په مناسبت خبریالانو ته په برلین کې وویل:

"زما په باور، البته زه د ټول حکومت په استازیتوب خبرې کوم چې کله وایم، موږ د هغه څه د ښه کېدو لپاره هڅې کوو چې ښه نه‎وي، د دې معنی دا ده چې موږ به هر څه چې له انساني پلوه ممکن وي، د امنیت په ګډون ښه کړو. همداراز هڅې کوو هغه خلک چې د دې پېښې له امله اغېزمن شوی، عادي ژوند ته راوګرځي."

یو کال مخکې د ډسمبر په ۱۹مه په برلین کې د انس امیري په نوم یوه تونسي کډوال پر موټر ۱۲ تنه ووژل او ۷۰ تنه‌یې ټپیان کړل.