سعودي عربستان: پر ریاض یو بالیسټیک میزایل شنډ شوی

سعودي عربستان وايي، په پلازمېنې ریاض باندې یو بالیسټیک میزایل‌یې شنډ کړی دی، خو د یمن حوثي یاغیانو ویلي هدف‌یې ال یمامه شاهي ماڼۍ وه.

د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه راپور نه‌شته.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې له حوثي یاغیانو سره جنګېږي ویلي چې نن سې شنبه‌یې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» په ریاض باندې یو لګېدونکی میزایل شنډ کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې هم داسې وېډیوګانې خپرې شوي چې په فضا کې یو وړوکی لوګی ښکاره کوي.

حوثي یاغیانو ویلي نن‌یې په ال یمامه شاهي ماڼۍ میزایل ویشتی او هدف‌یې د سعودي مشرانو یوه لویه غونډه وه.

د سعودي ولیعهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان ایران په مستقیمو پوځي پاروونو تورن کړی او ویلي یې دي چې حوثي یاغیانو ته میزایل ورکوي.

تهران د سعودي تورونه بې‌ځایه بللي دي.