نن سې شنبه د استرالیا د کرکټ ترټولو سترې سوداګریزې سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې چې نن شپه استرالیا د کرکټ ترټولو سترې سوداګریزې "بیګ بش" سیالۍ پیل شي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د ویب پاڼې د راپور په اساس، په دې سالیو کې ۸ لوبډلې برخه لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې سترو سوداګریزو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد ارمان هم لوبېږي.

دا د بیګ بش سیالیو شپږم پړاو دی چې لومړۍ سیالي يې نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱ بجې دسیډني سيکسرز او سیډني تندر د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.