د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین په مزارشریف ښار کې له جرمني سرتېرو سره لیدلي دي.
په بلخ کې د شاهین قول اردو ویاند نصرتالله جمشیدي ازادي راډیو ته وویل چې اغلې اورزولا پرون شپه په ناڅاپي سفر بلخ ته ورغلې او په مارمل کمپ کې یې له جرمني پوځیانو سره کتلي دي.
د جرمني دفاع وزیرې له پوځیانو سره په خبرو کې په ناټو سازمان ټینګار کړی چې له افغانستان سره زیاتې پوځي مرستې وکړي.
جرمني تازه د درېیو میاشتو په مخه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور تمدید کړ.