ارګ: د امریکا د ملي امنیت ستراتېژي له ګډو هدفونو سره سمه جوړه شوې

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت نوې ستراتېژي د ترورېزم پر ضد زموږ له ګډو هدفونو سره سمه جوړه شوې ده.

ارګ ماڼۍ نن سې شنبه سهار په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتېژي او د جنوبي اسیا لپاره د دغه هېواد تګلاره د ترورېزم د ماتولو او په افغانستان کې د ثبات د راوستلو په برخه کې د ګډو هڅو اساسي ستنې جوړوي.

په بیان کې له دې چې د امریکا نوې ستراتېژي په سیمه کې د ډيپلوماتیکو لارو په واسطه د سولې د ټینګښت په لټه کې ده، هرکلی شوی دی.

افغان حکومت همداراز ډاډ ورکړی چې په سیمه کې به له خپلو ګاونډیانو او لیرې پرتو هېوادونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت نوې ستراتېژي پرون شپه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړه.

د دې ستراتېژۍ په یوه برخه کې ښاغلي ټرمپ پر پاکستان ټینګار وکړ چې باید له افراطي ډلو سره په مبارزه کې جدي شي.