د تدارکاتو کمېسیون د ۷،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظور کړې

د افغان د ولسمشر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۷،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت، ۹ قراردادونه منظور کړل.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد وايي چې دغه ۹ قرادادونه تېر ماښام ناوخته منظور شول.

ښاغلي ازاد نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دې پروژو کې د حیرتانو-مزارشریف د اورګاډي پټلۍ حفظ او مراقبت، د فراه ښار د ۱۲ کېلو متره په اوږدوالي د داخلي سړکونو جوړول، د افغانستان د برېښنا شرکت د اړتیا وړ تجهیزاتو خریداري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د بېلېنګ سیستم حفظ او مراقبت، د کنړ ولایت د سید جمال‌الدین پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز او سولر سیستم جوړول، دغه‌راز له بغلانه تر کابله د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا لېږد لین او تجهیزاتو په ډیزاین او جوړولو پروژه کې د زیاتوالي تعدیل او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

نوموړي وویل چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو پرسونل د هوايي انتقالاتو د پروژې د قرارداد تعدیل هم تائید کړ.