ارزګان کې د ملي امنیت یو کارمند په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.
یوه دولتي باوري سرچینه د نوم نهښودلو په شرط وايي چې د ملي امنیت پر دغه کارمند تېره شپه ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د خپل کور مخې ته برید کړی او وژلی یې دی.
دغې سرچینې نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، وژل شوي چې موسی هوتک نومېده، د ملي امنیت په ریاست کې د مدیر په توګه دنده لرله.
دا په تېرو څو میاشتو کې په ارزګان ولایت کې د ملي امنیت درېیم کارمند دی چې د ناپېژانده وسلهوالو تر برید لاندې راځي او وژل کېږي.
د دغه ولایت امنیتي مسؤلینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي او نه هم تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغې پېښې مسؤلیت منلی دی.