د هلمند چارواکي، د لښکرګاه په جنوب د بولان په سیمه کې د یوې ځانوژونکې حملې خبر ورکوي.
دغه حمله نن دوشنبه مازیګرمهال د نظم عامې د ځواک د تېلو پرڅو ټانکرونو شوې چې په سیمه کې یې د تېلو له یوه ټانک څخه تېل اخیستل.
په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، چارواکي په دې پېښه کې د ۲۰ کسانو د ټپي کېدوخبره کوي چې پکې د پوځیانو ترڅنګ د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي هم شامل دي.
د دغې حملې مسؤلیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.