د اوکراین پوځ وایي، ختیځ کې یې درې سرتېري وژل شوي دي

د اوکراین پوځ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بېلتونپالو له خوا له اوربنده د څو سرغړونو په ترڅ کې درې سرتېري وژل شوي دي.

د اوکراین دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې بېلتونپالو ۱۴ ځلي د هاوانونو او درنو توپونو په ډزو سره له اوربنده سرغړونه کړې ده.

بېلتون غوښتونکو بیا د اوکراین وسله وال ځواکونه ۱۷ځلي له اوربنده په سرغړونه تورن کړي دي.

د ۲۰۱۴ کال د اپریل له میاشتې راهیسې د اوکراین د حکومتي او د روس پلوه بېلتونپالو ترمنځ چې د ډونېڅک او لوهانسک پر یو شمېر سیمو کنټرول لري، په جګړو کې ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د مېنسک د سولې له تړونونو سره -سره تراوسه څو ځلي له اوربنده سرغړونې شوي دي.