د امریکا د جورجیا ایالت د اتلانتا په نړیوال هوایي ډګر کې بریښنا بېرته فعاله شوې ده.
په دې هوایي ډګر کې د برېښنا د قطع کېدو له امله له زرو زیاتې الوتنې لغوه شوې وې.
په پام کې ده چې نن د ورځې په وروستیو کې دې هوایي ډګر کې چې یو د نړۍ له ګڼه ګوڼو هوایي ډګرونو څخه دی، د الوتنو فعالیت بېرته پیل شي.
دغه هوایي ډګر له پرون راهیسې شاوخوا ۱۱ ساعته برېښنا نه درلوده او مسافر د ترمینلونو په تیارو سالونونو کې بند پاتې وو.
د جورجیا د برېښنا کمپنۍ چې دغه هوایي ډګر ته برېښنا ورکوي ویلي چې تر ځمکې لاندې د برېښنا په یوه اسټېشن کې د اورلګېدو له امله برېښنا قطع شوې وه.