سبا سې شنبه په کابل کې د اقتصادي سکټوري وزارتونو غونډه جوړېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، سبا سې شنبه په کابل کې د اقتصادي سکټوري وزارتو ترمنځ د اجرائیوي رئیسانو دوهمه غونده جوړېږي.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه غونډه کې د اجرائیوي رئیسانو ترمنځ د سوداګرۍ پر فرصتونو، اقتصادي پراختیا او د پانګونې پر وړاندې پر شته خنډونو خبرې کېږي.

د نومړي به خبره، په دغه غونډه کې به دغه شان د اقتصادي ستونزو د هواري په اړه د سکټوري وزارتونو او ادارو د اجرائیوي رئیسانو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشي.