ارزګان کې محصلین وايي یو شمېر ښوونکي ترې د کال ۴ میلیونه افغانۍ اخلي

د ارزګان د دولتي پوهنتون محصلین وايي، که ښوونکو ته پیسې ورنه‎کړي محروموي يې او یا هم چانس ورکوي.

دغه محصلین وايي، یو شمېر ښوونکي په هر سمستر کې له هر ټولګي څخه ۲۲ زره افغانۍ په یوه او بل نوم په غیر قانوني توګه ټولوي چې د کال ټولټال ۴۰ لکه افغانیو ته رسېږي.

یاد محصلین وايي، دغه چارې اوس په پوهنتون کې له درس ویلو څخه زړه توري کړي او نور نه‌شي کولای چې د ښوونکو دغه شخصي فرمایشونه ومني او مجبوره کېږي چې له پوهنتونه وتښتي.

دوی وايي دولت دې په پوهنتونونو کې له دغه ډول ناوړه کړنو مخنیوی وکړي.

د ارزګان د دولتي پوهنتون محصلین وايي که ښوونکو ته پیسې ورنه‎کړو چانس راکوي.

د یاد پوهنتون دوو تنو محصلینو له دې وېرې چې ګنې په ازموینه کې به‌يې ښوونکي ناکام کړي، د نومونو د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"زه په پښتو ادبیاتو کې د څلورم ټولګي محصل یم، زموږ د هر محصل څخه یو شمېر ښوونکي په هره میاشت کې درې او یا هم ۴۰۰ افغانۍ په‎دې هدف اخلي چې زه کتابتون پرې جوړوم، د پوهنتون لپاره مېز جوړوم، تخته پرې رنګوم، نو موږ چې دومره پیسې لرلای، نو ولې شخصي پوهنتون ته نه‌ورتللو؟"

"زموږ د پوهنتون د اسلامي ثقافت ښوونکی قاضي صاحب له موږ سره تبعیضي چلند کوي او وايي چې د مونوګراف پر ځای ماته پیسې راکړئ، که پیسې ورنه‎کړو نو بیا یو داسې موضوع راته انتخابوي چې نه په انټرنټ کې پیدا کېږي او نه هم په کتابخانو کې پیدا کېږي."

ارزګان پوهنتون

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په پلازمېنه کابل کې د پوهنتون ښځینه محصلې په‎دې هدف ځان وژنه وکړه چې مونوګراف‌يې نه‌منل کېده.

د ارزګان پوهنتون ښوونکي هم دا مني، خو وايي چې دغه کار يې د پوهنتون د پرمختګ لپاره کړی دی او یادې پیسې یې شخصي جېب ته نه‎دي اچولي.

د دوی په خبره چې د محصیلنو په دغو پیسو یې کتابتون او نور لوازم جوړ کړي دي.

د دغه پوهنتون یو تن ښوونکي ازادي راډيو ته داسې وویل:

"ما خپله هېڅکله هم له محصله پیسې نه‎دي اخیستي، کله چې موږ د کتاب د پېرلو لپاره له محصله پیسې اخلو، هغه د ټولګي نماینده ورڅخه اخلي او کتاب او یا هم بل څه پرې پېري او پوهنتون ته‌يې راوړي، خو زه دا په کلکو ټکو غندم چې موږ یې شخصي جېب ته اچوو."

بل‎خوا بیا د پوهنتون د ځايي ادارې مسؤل پوهندوی محمد پذیر حکیمي هم دا مني او وايي چې د ښوونکو دغه کار غیر قانوني دی او باید مخه‌یې ونیول شي.

نوموړی په یاد پوهنتون کې د یو لړ ستونزو یادونه کوي او وايي چې د دغه کار مخنیوی يې تر وس پورته دی.

د پوهنتون د ځايي ادارې مسؤل پوهندوی محمد پذیر حکیمي

ښاغلي حکیمي وویل:

"زه د محصلینو دغه ستونزې منم، خو ولې زه پرې خبر نه‌وم چې کله خبر شوم، نو ما سمدستي هغه ښوونکي راوغوښتل او بېرته مو محصلینو ته پیسې ورکړې."

هڅه مو وکړه چې په‎دې اړه د لوړو زده‎کړو له وزارت سره هم اړیکه ونیسو، خو بریالي نه‎شوو.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د یاد پوهنتون محصلینو د پوهنتون د ځايي ادارې او ښوونکو څخه سر ټکاوه.

د یادونې وړ ده که څه هم ښوونکي وايي، د محصلینو په دغو پیسو چې د کال شااوخوا څلور میلیونه افغانۍ کېږي په پوهنتون کې کتابتون جوړوي، خو د دغه پوهنتون مسؤل محمد پذیر حکیمي دغه‌راز وویل چې لا هم په پوهنتون کې کتابتون، مېزونه او څوکۍ نه‎لري.

راپور: شریف‌الله شرافت